سیاست

د اجرائیه ریاست د مشورتي بورد په اوونیزه غونډه کي د حکومت پر لومړیتوبونو او ورځنیو مسایلو بحث وشو

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د سلاکارانو بورډ په اوونیزه غونډه کي د هیواد په سطحه د حکومت پر لومړیبونو، وروستیو تحولاتو او کاري اولویتونو بحث وشو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کي، چي د اجرائیه ریاست د ستر سلاکار او خاص استازي محمود صیقل په مشرۍ جوړه شوه، د دغه ریاست سلاکارانو برخه اخستې وه او په پورته ذکر سوو ساحو کي یې د حکومت د کارونو او پلانونو په اړه خبري وکړې.
د مشورتي بورډ غړو په ننۍ جلسه کي له پاکستان سره د افغان لوري اړیکي، د سولي پروسې، امنیت، حکومتوالۍ، د مقرریو پیل او د هیواد په سطحه د خلکو ورځنۍ غوښتني او اساسي ستونزي تر بحث لاندي ونیول شوې.
د ننۍ غونډې برخه والو په بدخشان، بلخ، میمنه او سویلي ولایتونو کي د امنیتي حالت په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل او د حکومت لپاره یې یو لړ ښکاره او محسوس فعالیتونه پیشنهاد کړل، چي په تطبیق سره به یې د دغو ساحوپه امنیتي حالت کي اساسي تغیر راسي.
په دې اوونیزه غونډه کي همداراز د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمېسون د کار پیل له اساسي اهدافو وګڼل سو او پیشنهاد وسو، چي په نژدې راتلونکي کي دي دا کار پیل سي.
د مرکز او ولایتونو په کچه د دولتي منسوبينو او مامورینو د مقرریو د پیل مسئله هم په نني مجلس کي مطرح او د اوسني حالت دوام د هیواد له ګټو او حکومت له فعالیتونو سره مرسته کوونکه ونه بلل سو او وړاندیز وسو، چي په دې برخه کي هم باید حکومت څرګند اقدامات وکړي، څو د خلکو له غوښتني سره سم، دولتي خدمات وړاندي سي.
د اجرائیه ریاست سلاکارانو په ننۍ غونډه کي د خلکو هغه ستونزي او پیشنهادونه، چي له ولس سره د لیدنو پرمهال یې تر لاسه کړي وه، هم بحث وکړی او په اړوندو امنیتي، حکومتداري ، پرمختیايي او اقتصادي برخو کي یې حکومت ته لازم پیشنهادونه وکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته