سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
په وروستيو اوونيوکې په افغانستان کې دسولې دخبرو بهير له ناوړو بدلونونوسره مخامخ شوى دى  چې ښيي  دغه بهير زياتره دبهرنيو سليقو قرباني او دپرديو دګټو له امله زيانمن شوى دى .
دباختراژانس مبصر ليکي: دافغانستان دسولې په بهير کې ورپسۍ  پرمختياوې ددې کار څرګندوى دي چې دغه خبرې له بدلونونو او له بهرنيو لاس وهنو سره مخامخې دي اوپه دې بهير کې يو لړابهامات شته چې کيداي شي  دافغانستان دولت او خلکو ته له انديښنو ډک وي .
دسولې دخبرو په بهير کې ديو شمير  بهرنيو هيوادونو کړنو او په قطر کې دطالبانو  په نامه ددفتر په محدوده  کې ددغه بهير تر پوښښ  لاندې نيولو په ډاګه کړه چې په افغانستان کې دسولې بهير له يو سياسي خوځښت  څخه په سياسي بهير بدل شو چې په پاى کې دافغانستان خلک به يې قرباني شي .
يوشميرهيوادونو په دوحه کې دطالبانو داسلامي امارت ددفتر په جوړولو سره ثابته کړه چې دخپلو سياسي توطيو دتحقق لپاره حاضر دي په  دې لاره کې  دوست له دښمن سره تبادله  کړي او په افغانستان  او سيمه کې دخپلو اوږدمهالو ګټو دتامينولو په مقصد له هرې ممکنې لارې او چلند څخه استفاده وکړي .
  په داسې حال کې چې په ښکاره دغه ټکي  زمزمه کوي چې دافغانستان قضيه هغه وخت حل کيداى شي چې دافغانستان حکومت او طالبان  داصلي اړخ په توګه په خبرو  لاس پورې کوي .
دلته دافغانستان په قضيه کې دمحوري هيوادونو رول دڅيړنې وړ دى .
امريکا په تيرو دولسو کلونوکې چې په افغانستان کې فعال فزيکي شتون لري اوپه دغه هيواد کې  دزياترو مسئلو په باب معلومات لري . دافغانستان دخلکو دهيلو ا دهغو ژمنو پرخلاف چې دنړيوالې ټولنې په وړاندې يې لري دتروريزم او په پاى کې په افغانستان کې دسولې  په باب څرګند تعريف ورکړي .
دغه هيواد په داسې حال کې له افغانستان سره خپلې راتلونکي اړيکې او مناسبات دستراتيژيکي همکاريو ديو سند په چوکاټ کې پريکړې کړى دي . خو له بده مرغه په زياترو هغو پيښو کې چې دافغانستان دخلکو راتلونکي او برخليک ټاکل کيداي شي چوپه خوله غوره کوي او ياپه دې نسبت بې پروا دي .
لکه څنګه چې  دجمهور رييس ويندوى وايي دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دموافقه ليک ددريم فصل په نهمه ماده کې ليکل شوي دي کله چې په افغانستان تيرى کيږي  امريکا له افغانستان سره په مشوره کې يې  پوځي ، ديپلوماتيکي  اوسياسي اقداماتو په ګډون لازم  اقدامات کوي  خو روانې پيښې ښيي  چې دغه هيواد ددغو مادو له متن سره سم عمل نه دى کړى بلکې دحالاتو دننداره چي په توګه پاتې شوى دى .
دمثال په ډول سره له دې چې امريکايانو ته   دطالبانو ددفتر اصلي هدفونه او ماهيت معلوم و  دوى داسې کار ونه کړ ، له بلې خوا افغانستان له څوکلونو راپديخوا هغه هم په دغه هيواد کې دامريکا په پوځي شتون کې دبهرنيو لاسوهنو آن دګاونډي هيواد پاکستان دبربنډ تيري  ډګر و خو امريکا په دې نسبت غبرګون ونه ښوده .
امريکا هغه څه  چې دجمهور رييس ويندوى وايي په ډاګه کوي چې دطالبانو په دفتر کې  شامل هيئت  له کومه ځايه او کوم هيواد په امکاناتو سره قطر ته  وليږدول شو .  په قطر کې دطالبانو په دفتر پورې اړوند ټول سندونه اومواد دامريکاييانو په لاس کې وو او آن ددغه دفتر دپرانستلو په نيټې پوهيدل ، امريکا په داسې حال کې چې دافغانستان په اوسني حالت  او په روانو ناخوالو او دهغو دتحمويل په منابعو  او عواملو پوهيږي  خو چوپه خوله  يې غوره کړې  ده .
له دغو ټولو سره سره امريکاييان له افغانستان سره دامنيتي تړون په باب دخبرو دبهير دګړندي کولو غوښتوونکي دي چې دافغانستان دجمهور رييس دويندوى دڅرګندونو له مخې، امريکا ددغه تړون له مخې  په افغانستان کې دپوځي اډې ، خپلو سرتيرو اوملکي کارکوونکو ته دمالياتي معافيت او هغوى ته دويندوى  دلغوه کولو  غوښتنه کوي خوکله  چې دپاکستان دتيري او لاسوهنې  موضوع طرحه کيږي وايي _ داله پاکستان سره ستاسو ستونزه ده او طالبان هم ستاسو کورني ستونزې دي ) کله چې افغانستان  ددغو مسئلو په وړاندې  دامريکا دجدي اورښتيني دريځ غوښتنه کوي له  ٢٠١٤ کال وروسته دامريکايي عسکرو دصفر کيدو انتخاب طرحه کيږي چې دافغانستان دحکومت اوخلکو پرخلاف دفشار يوبل فصل پرانستل شي .
دافغانستان خلک اوحکومت دامريکا له دولت سره دهميشنۍ همکارۍ غوښتنه کوي خو دغه تکى د دقت  وړ دى چې دوى دخپل هيواد دقضيو په نسبت دامريکا دڅوګوني چلند له امله بې باوره اوخوابدي دي .
  دغه خوابدي اوبې باوري هغه وخت کيداي شي خپل ځاى اعتماد اوهمکارۍ ته پريږدي  چې امريکاييان  او دهغوى لويديځ شريکان  دافغانستان او دهغه د خلکو په نسبت منصفانه اورښتينې  نظر ولري  اوخپلې اخلاقي ژمنې عملي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته