کابل باختر د کب اتلسمه
د افغانستان پخوانى جمهور رييس حامدکرزى، د مارچ اتمه ( د نړۍ د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ) د هېواد ټولو ښځو ته مبارکي وايي او په ټولنه کې د ښځو مقام ته په درناوي سره زياتوي: په هېواد کې سراسري سوله، نه يوازې د ښځو د حقوقو او ترقۍ د ساتنې سبب کېږي، بلکې د سولې په تامينولو سره به زموږ د هېواد ښځې وکولاى شي خپلو حقوقو ته ښه او زيات لاسرسى پيدا کړي او د هېواد په پرمختګ او ترقۍ کې خپل ارزښتناک رول په ښه توګه ترسره کړي.
ختم_عطاالله _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ