کابل باختر دوري اوولسمه :
د لغمان ولايت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل جلال- اباد په لویه لاره د ګردي کڅ په سیمه کې نن سهار پینځه نیمې بجې د یوې کرولا او یو لوی باروړونکي موټر د ټکر کېدو له امله په کرولا موټر کې دوه تنه شهيدان او دری تنه نورټپیان شوي دي.
په کرولا کې ناسته ټوله سپرلۍ نارینه و، چې دری تنه ټپیان یې د سرخکانو په روغتیايي کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته انتقال شوي دي.
د لغمان ترافيک پوليس وايي: د لوی لارې د ټرافیکو د معلوماتو له مخې پېښه د کرولا موټر چلونکي د بې پروايۍ زيږنده ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ