امنیت

په روزګان کې د طالبانونوي تلفات

ترينکوټ ښار/ باختر د ثور ١٤:
د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار يو ځل بيا د يرغلګرو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ د نويو جګړو ډګر .
  د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه جګړې له تيرې شپې څخه  زور اخستى او دغه راز دوام لري .
د روزګان ولايت يوه پوځي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه جګړې  د ترينکوټ ښار ته څېرمه  د طالبانو په پټنځيو د پوځيانو له بريد وروسته ونښتې .
    ده وويل: په دغو جګړوکې درې ويشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې پوځيانو ددغو جګړو په بهيرکې د ترينکوټ ښار  شاوخوا سيمې  دطالبانو له شتون څخه  پاکې کړې او د هغوى شپږ مرکزونه يې له منځه وړي دي.
  څه ناڅه يو کال کيږي چې جګړه آن د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار شاوخوا سيمو ته رسيدلې ده.
له بله پلوه د دهراوود، چارچينو او خاص روزګان په ګډون، د روزګان ولايت يوشمېر ولسوالۍ د ډار اچوونکو د شتون او فعاليت  ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته