کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هلمند کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه د یوه صنعتي ښارګوټي (بُست) او د (دوراهي) په سیمه کې په ۲ زره جريبه ځمکه د ملي صنعتي پارک پرانیسته وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان پر صنعتي کېدو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو پرانیستل د اسلامي امارت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لري.
په وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال په هېواد کې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او په ځانګړې توګه د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت مقام د پاملرنې یادونه وکړه، او ویې ویل چې صنایعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته موږ د هېواد اقتصادي پرمختګ او پرځان بسیاینې ته نشو رسېدلی.
په یادو مراسمو کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په یاد ولایت کې د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو لپاره د دوو نویو صنعتي پارکونو د پرانیستلو ترڅنګ خصوصي سکتور ته یې په یادو صنعتي پارکونو کې د پانګونې بلنه ورکړه.