خبرونهامنیتTOP

په غور کې سلګونه پوليس له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول 

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر 

د غور ولايت ۳۷۷ پوليسو د نظامي او مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو ورورسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه کسان په دولت يار، لعل او سرجنګل، مرغاب او چهار سدې ولسواليو کې له لنډمهاله مسلکي او نظامي زده کړو څخه فارغ شوي دي.

د نوموړي په خبره ټاکل شوې ده، چې د روان کال تر پایه به د غور ولايت د نورو ولسواليو پوليس هم مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.

هېره دې نه وي، چې تازه فارغ شويو پوليسو هم ژمنه وکړه، چې ور سپارل شوي مسؤليتونه به په ښه توګه ادا او په هر حالت کې به د خپلو مشرانو د امر اطاعت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته