ورزش

دهمت دکرکټ ټيم دلوګر دسياليو اتل شو

 کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢٠ :
دهمت دکرکټ ټيم پرون په لوګرولايت کې دعمران  وطنوال   دکرکټ په ټيم بريالى شو  او دغه ټيم دلوګر دسياليو اتل شو.
دلوګرولايت دکرکټ بورد مسوول محمداجان حقيار باخترآژانس ته وويل:  داتلانو دجام په نامه دکرکټ  سيالۍ له لسو ورځو را په دې خوا دلوګرولايت  په مرکز کې   پيل شوې وې چې په پاى کې  لوبه دهمت او دعمران وطنوال دکرکټ دټيمونو ترمنځ  وشوه .
ده وويل په دې لوبه کې دهمت ټيم لومړى توپ وهنه وکړه او په شلو  آورونو کې يې دعمران وطًنوال  ټيم  ته  ١٤٥ منډې هدف وټاکه   ؛چې عمران وطنوال ټيم  ونه کړاى شوى ټاکلې  هدف   پوره کړي  او ددغو سياليو دوم مقام يې وګاټه.
دهمت د کرکټ  د ټيم يو لوبغاړي مطيع الله  ددغو سياليو غوره لوبغاړى  وټاکل شو.
حقيار زياته کړه  دغه سيالۍ دآريانا خضر دکرکټ  دټيم له خوا دلوګر ولايت دکرکټ بورد  په همکارۍ   دځوانانو ترمنځ  د همغږۍ او دهمکارۍ درامنځته کولو  اودکرکټ  دودې او دغوره څيرو  دپيژندلو په مقصد پيل شوى و  چې له مرکز او دمحمداغې دولسوالۍ څخه  ١٢ ټيمونو  ټيم پکې ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته