نړۍ

المان ستنيدو ته دافغانانو دهڅونې لپاره هلې ځلې کوي .

برلين  باختر د کب اتمه :
  دالمان حکومت دپناه غوښتوونکو دشمير زياتوالي ته په پاملرنې سره غواړي په دغه هېواد کې يوشمير  ميشت افغانان هېواد ته يې ستانه کړي .
سلوانيا هم اعلام کړى دى چې هره ورځ يوازې ٥٨٠ تنو پناه غوښتوونکو ته اجازه ورکوي چې له پولو څخه تيرشي .
دالمان حکومت په تيرو وختونوکې  کله کله دافغانستان اتباع بيرته دغه هېواد ته استولي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې  دهغو افغانانو شمير چې له ٢٠١١ کال څخه تر تيرې مياشتې پورې افغانستان ته استول شوي دي کابو ٥٠ تنه و .
المانۍ خپرونې شپيګل  دجمعې په ورځ دهغو اطلاعاتو له مخې چې دالمان دکورنيو چارو له وزارت څخه يې ترلاسه کړي دي خبر ورکړ چې ټاکل شوې ده دغه حالت په ډير لنډ ممکن وخت کې بدل شي .
دشپيګل  په ليکنه دالمان دکورنيو چارو وزارت په څو راتلونکو ورځو کې په يوه وخت  د ١٢٥ تنو افغانانو دستنولو مقدمات برابر کړي دي او هيله لري چې په نږدې  راتلوونکي کې يو زيات شمير يې په خپله خوښه له المان څخه  وتلو ته وهڅوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته