امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګوکې ووژل شول

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٤ :
شپږ تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګو ولايت کې د پوځي عملياتوپه بهيرکې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه عمليات پرون د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو او د ملي پوليسو د ځواکونو له خوا ترسره شوي و.
په ميدان وردګو ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغو ځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې پوځيان د وسله والو طالبانو د دوو پټنځايونو په ويجاړولو او د هغوى د جنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
ويل کيږي؛ د دغو عملياتو په بهيرکې پوځيانون او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته