نړۍ

دپاکستان پخوانى جمهور رييس پرويز مشرف ونيول شو .

 

اسلام اباد باختر د وري  ديرشمه :

 دپاکستان پخوانى جمهور رييس پرويز مشرف  په کور کې تر څارنې لاندې نيول شوى دى .

 دپاکستان په پايتخت  اسلام اباد کې ديوې سيمه ئيزې  محکمې  يوه قاضي نن امر وکړ چې پرويز مشرف  دې دڅيړنې دځانګړې محکمې په وړاندې دحاضريدو تر وخته پورې په خپل  کور کې دپوليسو دافسران تر نظر لاندې ونيول شي .

 په کور کې  دمشرف تر نظر لاندې  نيولو موده د تروريستي قضيو د څيړنې په ځانګړې محکمه کې  دده دحاضريدو تروخته پورې  دوه ورځې ټاکل شوې ده .

 پرويز مشرف داسلام اباد ديوې محکمې ديوه قاضي د پروني حکم له صادريدو وروسته نيول کيږي چې دوثيقې  په قيد سره دازادۍ ددوام لپاره دده له غوښتنې سره دمخالفت په ترڅ کې  ، دده دسملاسي نيونې حکم  صادر کړ .

  ددغه حکم له صادريدو وروسته له ډيل پرته ، دمشرف  ساتوونکو دى له محکمې څخه بهر کړ او د ډزو ضدپه يو موټر سره يې له سيمې څخه بوته .

 دپوليسو افسرانو تيره شپه اسلام اباد ته څيرمه دده کورته په ورتګ  سره هغه ونيوه اوپه پايتخت کې يوې محکمې ته يې وليږداوه .

 په مشرف  په ١٣٧٨_ ١٣٨٦هجري لمريز کلونوکې دده دجمهوري رياست دتصدي په وخت کې دپاکستان له اساسي  قانون څخه دسرغړونې او دسترې محکمې ديو شمير قاضيانو دګوښه کولو دامر دصادرولو  تور لګول شوى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته