سیاستخبرونهټولنه

د امر بالمعروف نهي عن المنکر سرپرست وزیر پکتیکا ته سفر وکړ

 کابل، د زمری۳ مه، باختر

د امر بالمعروف نهي عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي  پکتیکا  ته په یو رسمي سفر تللی تر څو د ولسونو ستونزې له نږدې واوري.

امر بالمعروف نهي عن المنکر وزارت سرپرست وزیر محمد خالد حنفي د سېمې خلکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ، د ظالم  ظلم پر وړاندې به درېږو او د مظلوم په سر به د شفقت او مهربانۍ لاس تېره وو، مولوي حنفي وویل، چې د افغانستان اسلامی امارت هر اړخیزو همکاری کولو ته ژمن دی، ترڅو د افغانستان ولس په امن کې وي.

نوموړي باختر آژانس ته وویل، چې امر بالمعروف نهي عن المنکر د اسلام په رڼا کې هر نر او ښځې ته په بشپړ ډول حق ورکولو ته ژمن دی.

نوموړي وویل، چې دا نظام مونږ د ولسونو په قربانېو ساتلې خپل تنکي ځوانان مو د خپل وطن او دین لپاره نذرانه کړي او دا د هغو وینو برکت دی چې نن مونږ او تاسې په يو آزاده افغانستان کې ژوند کوو.

مولوي حنفي په ټولو مجاهدینو غږ وکړو چې بریا د الله ج په لاره او په یووالي کې دی او د ولس بشپړ احترام به ساتئ، اوس به تاسو همدغو خلکو ته  خدمت کوئ، دا هغه خلک دي چې له موږ سره هرې قربانۍ ته تیار وو، اوس اشغال پای ته رسېدلی د نظام او ولسونو ساتنه هم فرض ده.

د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار د اسلامي نظام په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل، چې اسلامي نظام د تنکیو ځوانانو په وینو باندې راغلی اوس یې باید مونږ او تاسو په پالنه کې صادق اووسو، مولوي مختار اسلامی امارت اوس په ټولو کارونو کې پرمختګ په لور روان دي، چې هر بخش ته یې د مسلک مطابق کسان ورپېژندلي دي، نوموړي د امربالمعروف نهي عن المنکر سرپرست وزیر ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ دي چې ولایت مقام رهبري نه یې د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه، ترڅو د ټولنې راتلونکي نسلونه جوړ او په اسلامي جامعه سمبال شي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته