کابل باختر دلړم دويمه :
د افغانستان د بدني روزنې رياست وايي چې د افغانستان د پانکريشن نهه کسيز ټيم په نړيوالو سياليوکې د ګډون په مقصد روسيې ته تللى دى .
روسيه د پانکريشن د نړيوالو سياليو کوربه دى. د بدني روزنې رياست وياند عارف پيمان باختر آژانس ته وويل چې د دغه ټيم په ترکيب کې يو ښوونکى، يو هيئت او اووه تنه ورزشکاران شامل دي چې بشپړ تيارى لري .
پيمان وويل چې دغه سيالۍ نن پيليږي او اوو ورځو به دوام وکړي .
د افغانستان د بدني روزنې رياست وياند وايي: د دغې څانګې ورزشکاران په تېرو کلونوکې هم په نړيوالوسياليوکې ښه ځليدلي وو .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ