ټولنه

په هرات ولایت کې د کورنيو بېځایه شویو مهاجرينو د ملي پالیسۍ د تطبیق ناسته د مهاجرينو د راستنولو چارو د وزیر په ګډون جوړه شوه

کابل باختر  دزمري ١١:
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې، د یو پلاوي په مشرۍ پرون هرات ولایت ته سفر کړی په دغه ولایت کې د کورنيو بېځایه شویو مهاجرينو د ملي پالیسۍ د تطبیق په موخه جوړه شوې ناسته کې يي ګډون وکړ.
د کورنيو بېځایه شویو د ملي پالیسۍ پراساس د افغانستان په لویدیځ زون کې د کورنيو بېځایه شویو مهاجرينو بيا ادغام او د دوې ستونزو ته رسیدنه د دغه ورکشاپ عمده موخه ده.
په دغه ورکشاپ کې د هرات والي محمد آصف رحیمي ، د مهاجرينو رییس ، د همکارو موسساتو مشران او یو شمېر نورو سیمه ایزو چارواکو ګډون درلود او دغه ورکشاپ به دوه ورځې نورې هم دوام وکړي.
د کورنيو بېځایه شویو یوځای کول له خپلو اصلي سیمو سره او یاهم د دوې ادغام ورو ځایونو کې ،د دغې پالیسې یوه عمده موخه ده چې تردې مهاله ۴۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ یوازې په هرات کې ادغام شوې دي .
د کورنيو بېځایه شویو د ملي پالیسۍ د تطبیقي پلان کارونه په هرات کې بشپړ شوي او په ننګرهار ، کابل او بلخ ولایتونو کې جریان لري .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت شمیرنې ښیې چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه ۳۱۲۲۲ کورنۍ د جګړو او طبیعي پیښو له امله له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته