امنیت

اتلس وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

٤- لښکر ګاه / د لیندۍ / ۲۴ / باختر
اتلس وسله وال طالبان په هلمند کې په نویو نښتو کې ووژل شول او ٦ نور ټپیان شول .
دغو طالبانو تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه او د ناد علي او نهر سراج په ولسوالیو کې د پوځيانو پر پوستو برید ته چمتو کېدل چې د ځمکې او هوا له خوا پرې بریدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې په دغو نښتو کې ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپیان شول .
وسله والو طالبانو په دی اړوند څه نه دي ویلي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته