خبرونهTOPروغتیا

 د هېواد د عامې روغتيا وزارت سرپرست هرات ته سفر وکړ

کابل، د وږي٢٠مه، باختر

د عامې روغتيا وزارت مقاماتو د افغانستان خلکو ته د باکيفيته خدمتونو د وړاندې کولو لپاره  د هلوځلو خبر ورکړ او ويې ويل چې په دې کار سره به خلک اړ نه شي  د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

د عامي روغتيا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په هرات کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دغه وزارت هڅه کوي چې د يوه پلان او پاليسۍ په جوړولو سره د هېواد خلکو ته په هېواد کې د ښې درملنې زمينه برابره کړي او د درملنې لپاره بهر ته  د ناروغانو د تلو مخه ونيسي.

عباد دغه راز د روغتيا برخې د کارکوونکو د ظرفيتونو لوړول د اسلامي امارت  له نوښتونو څخه وبلل او زياته يې کړه له  دې وروسته هم  هڅه کوي چې د روغتيايي برخې د کارکوونکو  ظرفيتونه لوړ کړي.

د عامي روغتيا سرپرست وزیر چې له ايران څخه  هرات ولايت ته راغلى وايي چې دوى ايران ته په سفر کې  ښې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي.

د هېواد د عامې روغتيا  وزير زياته کړه چې په ايران کې  له ايراني مقاماتو سره  هوکړې ته رسېدلي چې د ايران پوهنتونونو ته د افغاني محصلينو معرفي کول او د ايران له خوا په افغانستان کې  د روغتايي مرکزونو جوړول دي.

عباد زياته کړه هڅې کوي چې د ښځينه ډاکټرانو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

ډاکتر عباد وويل چې په هېواد کې بايد د روغتيا سکتور کارونه په نړيوالو ستندردونو ترسره شي.

هغه دغه راز د هرات د طبي ټولني کارونه وستايل او زياته يي کړه چې د هرات ولايت روغتيايي ستونزې به ډېر ژر حل کړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا