ورزش

دکرکټ غوره څيرې په نړيوالو سياليوکې د ګډون لپاره معرفي شوې

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
دکرکټ بورد انتخاباتي کميټې دکرکټ دملي ټيم ١٥ غوره څيرې د استراليا د ٢٠١٥ م کال د نړيوال جام په سياليوکې دګډون لپاره انتخابې کړې.
دغه څيرې نن په يوه خبري غونډه کې د کرکټ بورد د رييس نسيم الله دانش، د انتخاباتي کميټې د غړو او دکرکټ د ښوونکو له خوا معرفي شوې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې خبرې غونډه کې چې په کرکټ بورد کې جوړه شوې وه، محمد نبي عيسى خيل د ټيم د کپتان په توګه او نوروز منګل د هغه د مرستيال په توګه دکرکټ په پنځلس کسيز ملي ټيم کې معرفي شول.
په دې خبرې غونډه کې دغه راز انتخاباتي کميټې دکرکټ څلور تنه نور غړي د ملي ټيم د احتياطي غړو په توګه معرفي کړل.
دغه راز څرګنده شوه چې دکرکټ د ملي ټيم احتياطي غړي د نړيوال جام په سياليو کې چې ټاکل شوې ده د ٢٠١٥ کال په فبروري مياشت کې ترسره شي او په٥٠ اوريزو سياليوکې چې په عربي متحده اماراتوکې ترسره کيږي؛ د کرکټ د ملي ټيم ملګرتيا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته