ټولنه

تبصره

 کابل باختر د تلې لومړي:
په هېواد او نړۍ کې دسولې  نړيواله ورځ  په داسې حال کې  نمانځل کيږي چې زموږ  دهېواد په يو زيات شمير ساحوکې دجګړې کور ګدى اور هره ورځ دهغو لسګونو تنو ژوند اخلي  چې مجبور دي  يا تر ډزو لاندې اوپه جګړو کې شپې سبا کړي  اويا دمهاجرت لاره غوره  کړي
دباختراژانس مفسر ليکي .
دسولې دنړيوالې ورځې نمانځنه دژور فکر او غور غوښتنه کوي داسې  فکر چې دسولې او جګړې په باب  زياتې پوښتنې په ذهنونوکې تداعي کوي په ننۍ نړۍ  کې  چې هره ورځ دلسګونو تنو  افغانانو ، سوريايانو ، ليبيايانو ، عراقيانو او فلسطينيانو ژوند پاى ته رسوي دسولې په اړوند په کوم برياليتوب سره دسولې دنړيوالې ورځې  هرکلي ته ورودانګو  خو داچې تصور وکړو چې په جګړه  ځپلو هېوادونوکې سوله داوبو هغه  ځک  دى چې ترلاسه به يې نه کړي
دسولې دنړيوالې ورځې هرکلى هغه وخت په زړه پورې او غوره کار دى چې دنړۍ ستر اقتصادي هېوادونه په بحران ځپلو هېوادونوکې  دجګړې دعواملو جرړې پيداکړي ،ولى دافغانستان ، سوريې  ، عراق ، يمن ،  ليبيا او دفلسطين خلک  په سولې نه بريالي کيږي ولى دافراطيت  او دتاوتريخوالي دتوليد فابريکې ته  تړلې کيږي  ولى ځينې هېوادونه دسيمه ييزو او له  سيمې څخه بهرموخو دترلاسه کولو په لټه کې له افراطيت او ډار اچونې سره ملاتړ ته اړتيا لري او ولى دا يواځې اسلامي هېوادونه دي چې دجګړې داور په لمبو کې سوځي، ښايي دغه شان ولى زيات وي چې يادونه يې په دغو څو لنډو جملو کې ناشونى کار دى
خو هغه څه چې په دغو هېوادونو کې دجګړې سببونه دي  څرګند او ددرک وړ دي.
ترهغه وخته پورې چې نړۍ او دسيمې هېوادونه او د ډول ډول ډار اچونې پلان جوړونکي  د خاصو ګټو په محور نيابتي  جګړه پاى ته ونه رسوي سوله يواځې  خوب او خيال او ناشونې  بلل کيږي
په هر حال کې دتپل شوي  او صادرې شوې جګړې له امله  ځوريدلي او کړيدلي افغانستان زياتې قربانۍ ورکړي دي او د افغانانو ترمنځ دسولې او تفاهم او دسولې اوجګړې په معادلاتو کې دنور و دنفوذ دمخنيوي  په ارمان يې ،ملي پخلاينه  اعلام کړه له توپير پرته  ځينو هغوافغانانو ته يې چې د پرديو دټګيو اوبرګيو له  مخې دافغانانو پرخلاف دجګړې په لومه کې  بند پاتې دي بلنه  ورکړه چې دهېواد  ديتيمانو ، کونډوښځو او دبورو ميندو سوله غوښتوونکي غږ  ته ځواب ووايي او سولې ته مخه وکړي .
په افغانستان کې  دسولې  دتګلاري له اعلام وروسته دښمن په توطيو او دسيسو لاس پورې کړ او دښه اوبد  ډار اچوونکي دتعريف په لټه کې شو چې په دې چل ول سره وکولاى شي  په هېواد کې دجګړې داورلمبې بل وساتي خو په سياسي  پوهې سره معقول او سنجول شوى بهير ښايي  نتيجه ورکړي او ځينې پروني مخالفان نن دسولې بهير ته مخه وکړي .
  خو دسولې له بهير سره  پيوستون دقضيې يو لورى او د سولې د فرهنګ رواجول  دقضيې  بل لور دى  يعني له سولې سره پيوستون په تيرو دبطلان  دکرښې  ايستل دي او راتلوونکى له سره  جوړول او په تيرو ډدې  لګول ننني  فرصتونه هم له لاسه ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته