ښوونه او روزنه

دپکتيا ولايت خلکو د درسي خونو په جوړولو کې ونډه واخيسته.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دپکتيا ولايت په مرکز پورې اړوند دسيد حسن آغا دکلي اوسيدونکو ددغه کلي دښوونځي په انګړ کې په خپل مالي لګښت څوارلس درسي خونې جوړې کړې.
دپکتيا ولايت دپوهنې رياست سرپرست لقمان حکيم حکيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دسيدحسن آغا دکلي دښوونځي په انګړ کې څوارلس درسي خونې ددغه کلي داوسيدونکو په شخصي لګښت چې څلور مليونه افغانۍ کيږي په دريو مياشتو کې جوړې شوې دي او نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې اود درسي خونو دکمښت له پلوه ددغه ښوونځي د زده کوونکو ستونزې لرې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته