ټولنه

په پنجشير کې دشهيد د اوونۍ درناوى.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
داجراييه رييس په ګډون دشهيد د اوونۍ دويمه ورځ دځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې نن دهيواد دملي اتل په مزار کې پرځاى شوى و ونمانځل شوه.
له پنجشير څخه دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې، دهيواد دملي اتل شهيد احمد شاه مسعود څوارلسم تلين داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله احمدولى مسعود،دملي اتل د زوى احمد مسعود،احمد ضيا مسعود د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو دمعينې سيده مژګان مصطفوى : دمشرانوجرګې دلومړى نايب محمد علم ايزديار ،په کابل کې دفرانسې دسفير،دملي امنيت دلوى رياست دلومړى مرستيال اديب فهيم دملي شورا د دواړو مجلسونو ديو شمير غړو دملي دفاع وزارت ، د هوايي پوځ دمشرتابه هيئتونو،د اولمپيک د رييس ،دفوايد عامې ،کورنيو چارو او کار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو د چارو دوزارتونو دمعينانو په ګډون ځانګړى مراسم پرځاى شول او برخه والو دملي اتل په مزار دګلو ګيډي کيښودې.
ديادونې وړ ده چې په دغو مراسمو کې دملي اتل په زرګونو تنو پلويانو هم ګډون کړي و.
دغه راز په دغومراسمو کې د شهيد د اوونۍ او دهيواد دملي اتل دشهادت دتلين په مناسب دوينې ورکولو بهير هم پيل شوچې هرګډون کوونکې له ٢٥٠ سى سى څخه نيولې تر٥٠٠ سوه سى سى پورې وينه ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته