
-کابل باختر د لړم يوولسمه :
د هېواد د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د ملي ټيم غړي نن هند ته لاړل .
د کرکټ ددغو لوبغاړو دسفرموخه په يوه تمريني اردوګاه کې ګډون بلل شوى دى.
د کرکټ بورد وياند فريدهوټک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هېواد د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د ملي ټيم ورزشکاران په هند کې د يو لړ تمرينونو له ترسره کولو وروسته داسيادجام په سياليوکې دګډون په خاطر سريلانکا ته ځي.
خبرځاى وويل چې د آسيا د جام سيالۍ د روان هجري لمريزکال د ليندي د مياشتې په اتلسمه نيټه د سريلانکا، هند، افغانستان، پاکستان، بنګله ديش، نيپال، ماليزيا او د سينګاپور د کرکټ د ټيمونو په ګډون د سريلانکا په کوربه توب ترسره کيږي .