امنیت

د امنیتی ځواکونو په ګډوعملیاتوکې ۲۶ ترهګروته مرګ ژوبله واوښته

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٠مه
افغان هوایې ځواکونو د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ د غټان په سیمه کې وسله وال مخالفین په نښه کړل چې له امله يې  ۱۶تنه وسله وال مخالفین ووژل شول، ۲ موټرسایکلونه، يو دادسن موټر او یوه داشکه له منځه تللې ده.
د ۲۰۳تندر قول اردو قوماندانی د عامه اړیکو آمریت باختر آژانس ته خبر ورکړ:
همدا راز ايتلافي هوایي ځواکونو د پکتیا ولایت د زرملې د ولسوالۍ د کولالګو اود پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د تروه په سیموکې په وسله والوترهګروبریدونه وکړل چې په نتيجه کې يې ۸ تنه ترهګروژل شوي، ۱ تن ټپي او یو کرولا موټر او دوه موټرسایکلونه ويجاړ شوي دي.
په يو بل اقدام کې د تندرقول اردو د منسوبینو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د ميدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شاتور او شیرازي بابا په سیموکې نښتې وشوې چې په ترڅ کې یو وسله وال مخالف ټپي شوی او یو موټرسایکل د تندر قول اردو منسوبینو لاسته ورغلی دى.  #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته