ورزش

د کندز وزرشکارانو د دولت د پروګرامونو ملاتړ وکړ

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
دکندز ولايت و زرشکارانو د دولت له پروګرامونو څخه  ملاتړ وکړ.
دباخترآژانس سيمه يېز خبريال د خبرله مخې ؛ دکندز ولايت په سلګونو تنو ورزشکارانو او ځوانانو  په داسې حال کې چې په شمال ختيځ زون کې دکرکټ بورد ريېس ډاکټر نورعلم فريد ورسره ملګرى و پرون،د کندز له والي   عبدالجبارنعيمي سره په  کتنه کې د ملي وحدت د حکومت او د سيمه يېز  حکومت دپروګرامونو ملاتړ يې وکړ.
په دې کتنه کې د شمال ختيځ زون  دکرکټ بورد ريېس دکندز له والي څخه وغوښتل چې  د دغه ولايت ورزشکارانو ته پاملرنه وکړي او هغوى ته لازمې  آسانتياوې برابرې کړي.
دکندز ولايت د ځوانانو د چارو آمر عبدالغفور هوتک د دغه ولايت  د ورزشکارانو هلې ځلې وستايلې او ويې ويل  چې، دکندز ځوانانو او ورزشکارانو د نورو برخو په شان  زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او لوبغاړي همدا اوس د هېواد په ملي ټيمونو کې لوبې کوي  او هيواد ته اتلوالۍ ترلاسه کوي.
دکندز والي عبدالجبارنعيمي په دې کتنه کې وويل ؛  چې د کندز ولايت د ځوانانو او ورزشکارانو هلې ځلې د نورو ولايتونو په شان د قدر اوستاينې وړ دي  او موږ په ټول قوت  سره هغوى ته لازمې اسانتياوې برابرو او ورزشکارانو ته به  څو ورزشي ډګرونه  جوړ شي.
دکندز والي ورزشکاران د سولې سفيران وبلل اوله ټولو ځوانانو او ورزشکارانو  څخه يې وغوښتل چې  د زده کړې او ورزش له لارې  د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي او ځان  له نشه يي توکو څخه لېرې وساتي.
نعيمي  په خپلو خبرو کې  له خلکو څخه  وغوښتل چې دانتخاباتو دنوم ليکنې په بهيرکې  فعاله ونډه واخلي او نور خلک هم وهڅوي چې دنوم ليکنې په دغه ملي بهيرکې  ګډون وکړي. پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته