کابل باختر د ليندى شپږمه :
دبغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې نن داوبو رسولويو کانال ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس عبدالغياث صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کانال د کرنې رياست له خوا په کرونده کې داوبو دتنظيم دپروګرام په چوکاټ کې دنولسو مليونو افغانيو په لګښت چې دنهرين ولسوالۍ په دوابې کلي کې جوړ شوى دى .
دبغلان ولايت دکرنې اوبو لګولو رييس وويل چې دغه کانال دشپږ زره شپږ سوه مترو په اوږدوالي جوړ شوى دى چې څه دپاسه څلور سوه دوه نوي هکتاره ځمکې خړوبوي .
صديقي زياته کړه چې ددغه کانال په جوړولو سره يو زرو پنځه سوه اته اتياکورنى هم دهغه له اوبو څخه ګټه اخلي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل