سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د هېواد رغونې لپاره ملي انګېزه اړینه ده

 کابل، د لړم ٧، باختر

د جګړه ځپلي افغانستان جوړول او بيا رغونه يوازې د دغه هېواد د خلکو په هلوځلو او نوښت سره امکان لري او دا خلک دي چې بايد دغه شان يوه ملي انګېزه ترويج کړي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: هېواد په شعار نه جوړېږي، بلکې د افغانستان د جوړولو لپاره حرکت او انګيزې ته اړتيا ده او دا خلک دي چې بايد په انګېزې او نوښت سره عمل وکړي او د هېواد د بيا جوړولو لپاره لومړني ګامونه پورته کړي.

د  انرژۍ او اوبو وزارت د فراه ولايت د بخش آباد بند د تمويلولو لپاره بانکي حساب پرانيستى دى او په هېواد او بهر کې يې د افغانستان له خلکو غواړي چې د دې بند د جوړولو لپاره مالي مرسته وکړي.

د دغه بند د جوړولو لپاره چې کولاى شي د هېواد د اوبو مديريت وکړي او د کرنې او د برېښنا د توليد په برخو کې ګتور وي، ٤ سوه ميليونه ډالرو ته اړتيا ده او د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولین هڅې کوي چې د دې ټولګتې پروژې لګښت د خلکو په  مرستې او همکارۍ سره چمتو کړي.

په اصل کې د فراه خلک و چې د يوه بانکي حساب د پرانيستلو طرحه يې وړاندې کړه تر څو د افغانستان خلک دې پروژې ته په ملي نظر وګوري او په خپلو مرستو سره په هره اندازه چې وي د بخش آباد بند د جوړولو لګښت چمتو کړي.

په فراه کې د بخش آباد بند جوړول په داسې حال کې ترلاس لاندې نيول شوی، چې افغانستان هر کال خپل په ميليونونو متر مکعب اوبه د بندونو د نشتوالي له امله له لاسه ورکوي په داسې حال کې چې د هېواد د اوبو مديريت چې ملي شتمني ده پياوړي مديريت ته اړتيا لري او پخوانيو دولتونو د بېلابېلو دلایلو له امله نه وو، بريالي شوي هغه مديريت کړي چې تل د خلکو له انتقادونو سره مخ و. خلک په فراه کې د بخش آباد بند د جوړولو لپاره د بانکي حساب د جوړولو په طرحې سره په حقيقت کې د هېواد اوبو د مديريت او د دښتو د خړوبولو لپاره لاس په کار شوي او ثابته يې کړه، چې د بيا رغونې په کار کې د نظام ترڅنګ ولاړ دي.

له بله پلوه د دې بند د جوړولو لپاره د بانکي حساب جوړولو او د مرستو د ټولولو لپاره د خلکو رابلل د دې ښکارندویي کوي، چې په هېواد کې بنسټيزو پروژو ته په ملي نظر کتل کېږي او خلک غواړي چې د دې پروژې په بانکي حساب کې د پيسو په راټولولو سره په هېواد کې يو بنسټيز جوړښت تمويل کړي.

د يو ښه يون لپاره د بانکي حساب جوړول د يوې ملي بنسټيزې پروژې د تمويلولو په لاره کې د خلکو د پيوستون لپاره يو ښه حرکت دى چې بايد دوام وکړي.

له بله پلوه د عمراني او بنسټيزو پروژو په جوړولو سره افغانستان په بېلابېلو برخو کې  له بهرني تړلتيا څخه ژغورل کېږي.

په دې برخه کې د اوبو مديريت يوه جدي اړتيا ده چې افغانستان ته هويت او درايت وربخښي او دغه خبره د پاملرنې وړ ده (اوبه د سيمې هېوادونو ترمنځ د پلاني هدفونو د پرمخ بيولو لپاره ښه انتخاب دى او موږ کولاى شو د خپلو اوبو د مهارولو له لارې د سيمې او نړۍ په کچه خپل بهرنی پلان او ديپلوماسي پياوړې کړو) .

ج \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا