امنیت

د اسلامي همکارى د سازمان سرمنشي د کابل ښار د وزير محمد اکبرخان په مينه کې ځانمرګي بريد وغانده

کابل باختر دسلواغې  دمياشتې ٧ :
د اسلامي همکارى د سازمان سرمنشي اياد امين المدني دکابل ښارد وزير
محمد اکبرخان په مينه کې وروستى ځانمرګي بريد په کلکه وغانده.
په هغه ليک کې چې په دې اړوندد بهرنيو چارو وزارت د ويندوى د دفتر له لارې
باخترآژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي: په هيڅ دليل نه شي کيداى په دغه
شان ظالمانه ډول دملکي وګړو شهادت او ټپي کول توجيه کړي .
د اسلامي  همکارى د سازمان سرمنشي له ډار اچونې سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د خلکو د هڅواوهاندملاتړ کړى دى.
په هغه ځانمرګى بريدکې چې دروان کال دمرغومې دمياشتې په اووه ويشتمه  نيټه دکابل ښار د وزير محمداکبرخان په ساحه کې  ترسره شو؛ يو ويشت تنه ووژل شول .
ديوبل خبر له مخې: د اسلامي  همکارى د سازمان سرمنشي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه د ضرار احمدعثماني دټاکل کيدو له امله مبارکي ويلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته