اقتصاد

دپيسو دنړيوال صندوق دڅيړنې دپروګرام په اړوند خبرې وشوې .

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون دپيسو دنړيوال  صندوق دڅيړنې دپروګرام په اړوند ديوه هيئت  په مشرۍ متحده عربي اماراتو سفر وکړ.
دماليې وزارت داطلاعاتو او عامه پوهاوې رياست باختراژانس ته خبرورکړ په دې سفر کې  په داسې حال کې چې دافغانستان بانک  هيئت هم برخه لرله دواړو لورو دپيسو دنړيوال صندق  اس ام پي  دڅيړنې دپروګرام او دهيواد په ستر اقتصاد کې داصلاحاتو په  باب خبرې وکړې .
ددغې کتنې هدف د اس ام پي  دپروګرام تر څارنې لاندې اصلاحاتو او پرمختګ څيړنه ، منځ مهالو اقتصادي  پروګرامونو او داسعارو دبيې ، پولې  مسئلو ، مالي ثبات ، پورونو او داقتصادي خطرونو او زيانونو دتحليل  په ګډون په اقتصاد باندې داغيزمنو عواملو څيړنه ده .
په دې کتنه کې داصلاحاتو په برخه کې پرمختګونه او دملي وحدت  دحکومت دپروګرامونو دتطبيق په لاره کې  نوي پلانونه وړاندې شول .
دافغانستان دولت او دپيسو نړيوال  صندوق د ٢٠١٥ ميلادي کال  په لومړيو وختو کې ددغه نهه مياشتني پروګرام په باب موافقه وکړه چې کولاى شي داقتصادي اصلاحاتو ، مالي مسئلو ، دعوايدو دلګښت اوسرچينو ، بانکوالۍ،  له فساد سره دمبارزې ، دپيسو دمينځلو او دمالي تروريزم په ګډون  برخو کې  له افغانستان سره مرسته وکړي .
دغه پروګرام  ټاکل شوې ده د ٢٠١٥ ميلادي کال  تر پاى پورې بشپړ او داقتصادي اصلاحاتو ديوه اوږدمهال پروګرام په واسطه  تعقيب  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته