
– کابل، د لیندۍ ۱۰مه، باختر
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اړوندو ادارو په همکارۍ، نن په کابل کې د «امام ابوحنیفه (رح) ملي او بین المللي نندارون» تر عنوان لاندې د هېواد لومړنی او تر ټولو ستر دایمي نندارتون پرانیست.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې، د افغانستان اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو، د کابینې غړیو، ملي پانګه والو او سوداګرو، متشبثو ښځو، په کابل کې د یو شمېر سفارتونو استازو او نورو مسئولینو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، خصوصي سکټور ته د افغانستان اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث و التفسیر مولوي هبةالله آخندزاده (حفظه الله) سپارښتنې واورل شوې چې په کې له ملي سوداګرو او پانګه والو څخه په هېواد کې د پانګونې غوښتنه شوې وه.
وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې، له خصوصي سکټور څخه د اسلامي امارت ملاتړ اعلام کړ او له ملي او بین المللي پانګه والو یې وغوښتل چې را دې شي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.
هغه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت ټولو سوداګرو او پانګه والو ته چې په هره برخه کې د پانګونې لېوالتیا ولري، ټولې اړینې آسانتیاوې برابروي.
په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل: د افغانستان اسلامي امارت یو “اقتصاد محور” نظام دی او مسئولین یې شپه او ورځ کار کوي چې افغانستان ځان بسیاینې ته ورسېږي چې د ننني نندارتون پرانیسته یې یوه ښه بېلګه ده.
د غونډې په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه، د هېواد د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره د یاد نندارتون جوړول مهم وبلل او ویې ویل: په ټولنه کې هغه کسان د جامعې مخکښان دي چې د خپل هېواد د اقتصاد د پياوړتيا او ودې او د خلکو د هوساينې لپاره کار کوي.
هغه پر پانګه والو غږ وکړ چې د دښمنانو د پوچو تبليغاتو ښکار نه شي او له کومې اندېښنې پرته دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم سرپرست وزير شيخ شهاب الدين دلاور څرګنده کړه، چې په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته، دغه وزارت ۱۷۸ واړه کانونه له بېلابېلو داخلي شرکتونو سره قرارداد کړی دی.
هغه زیاته کړه چې اوس په افغانستان کې تر هر وخت ډېر د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده؛ د افغانستان معادن د کورنيو او بهرنيو پانګه والو په خدمت کې دي؛ را دې شي او پانګونه وکړي.
په همدې حال کې، د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو خبرو کې وویل چې اوس په افغانستان کې د کرنې، انرژۍ، کانونو او نورو برخو کې د پانګونې ډېره ښه زمینه برابره شوې ده او له ټولو پانګه والو په ځانګړې توګه کورنیو سوداګرو او پانګه والو څخه یې وغوښتل چې د نورو د مرستې په تمه و نه اوسي او د هېواد د آبادۍ او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره دې په هېواد کې پانګونه وکړي.
ویناوالو په خپلو خبرو کې، په هېواد کې پر پانګونې او له کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه پر استفادې ټینګار وکړ او له خصوصي سکټور څخه یې د ملاتړ اعلام وکړ.
د غونډې په بهیر کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند، د افغانستان د کانونو او صنایع رئیس شېرباز کمین زاده، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوي صدراعظم او نورو ویناوالو هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې او د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې په اړه یې خپلې غوښتنې او ړاندیزونه شریک کړل.
د مراسمو په پای کې، مسئولینو د «امام ابوحنیفه (رح) ملي او بین المللي نندارون» پرانیست او له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون د اتو ورځو لپاره به (د لېندۍ له ۱۰مې تر ۱۷) پورې د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.
په دغه نندارتون کې چې د افغانستان د نړیوال نندارتو په مرکز کې جوړ شوی دی، شاوخوا ۷۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونه ګډون کړی او په کې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، خوراکي او غیر خوراکي توکي، فلزات، د ښځو لاسي صنایع، غالۍ او د هېواد نور داخلي تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
وهاج