امنیت

د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو ترمنځ په کاپيسا کې نښته وشوه.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
په کاپيسا ولايت کې د دوو دښمنو سيمه ييزو قوماندانانو ترمنځ دنښتې په دوام دسيمې يو تن اوسيدونکى ووژل شو.
دغه نښته دقوماندان  فاروق او دقوماندان ګل نظيم ترمنځ د کاپيسا ولايت کوهنيد ولسوالۍ د انارجوى  په سيمه کې دوام  لري .
دکاپيسا ولايت دامنيي قوماندانۍ داوپراسيون آمر اسد الله حميدي باختر آژانس ته وويل ،  د الله محمد په نامه دسيمې يواته ويشت کلن اوسيدونکى   ددغو دوو تنو قوماندانانو ترمنځ د نښتې په بهير کې  ووژل شو.
ددغې نښتې دپاى ته رسولو لپاره دپوليسو هلې ځلې بې نتيجې  وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته