(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

د هېواد ویلچر باسکېټبال ملي لوبډله په آسیایي سیالیو کې ګډون کوي

کابل، غوايي ۱٦ مه، باختر
د هېواد د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډله پارالمپیک آسیايي سیالیو ته د لار موندنې په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه له پلازمېنې کابل څخه ټایلنډ هېواد ته لاړه.
د هېواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي عبدالودود حقاني وویل:« په بدن معلول ورزشکاران باید له دې انګیزې سره چې له یوه مسلمان او پیاوړي ملت څخه استازولي کوي، په ډیر قوي مورال او لوړو معنویاتو ولوبیږي او د اسلامي شریعت د ټولو احکامو پابند اوسي.»
د ویلچر باسکېټبال فدراسیون مشر شکرالله ځیرک د ملي لوبډلې د بشپړ چمتوولي ډاډ ورکړ او په خبره یې ملي لوبډلې تر دې وړاندې سخت او پېچلي تمرینونه کړي او تمه ده،چې خپلې سیالې لوبډلې ته به ماتې ورکړي او د پارالمپیک آسیایي سیالیو ته به لاره پیدا کړي.

د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډله به راتلونکې دوشنبه د روانې مۍ میاشتې په اتمه خپله لومړۍ لوبه له کویټ هېواد او ورپسې دویمه لوبه به له فلیپین هېواد سره ترسره کړي.
په دغو سیالیو کې اتو آسیایي هېوادونو برخه اخیستې، چې په دوه ګروپونو کې به سیالۍ وکړي او بریالۍ لوبډلې به د پارالمپیک په آسیایي سیایلو کې د ګډون حق ترلاسه کړي.
په پام کې ده چې د پارالمپیک آسیایي سیالۍ به هم په نږدې راتلونکې کې د چین هېواد په کوربتوب ترسره شي.
صديقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا