امنیت

د طالبانو يو قوماندان له خپلو پنځو تنو افرادو سره په بلخ کې ونيول شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
دوسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو پنځو تنو افرادو سره  په بلخ کې د پوليسو د پوځي عملياتو په بهير کې ونيول  شو
په دغو عملياتو کې څلور تنه نور وسله وال طالبان   ووژل شول .
په ملا جانکي  نن غرمه په شولګرې  ولسوالۍ کې د هغه په پټنځاي دملي پوليسو او دسيمه ييزو پوليسو له خوا بريد وشو او ونيول شو .
دغه عمليات له هغه   وروسته تر سره شول   چې  طالبانو يو بزګر   وواژه او يو بل
بزګر  يې  له ځان   سره بوته .
دبلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمدعمر باختر آژانس ته وويل :   ددغو عملياتو په بهير کې امنيتي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو قوماندان ملا جانکي  له پنځو تنو افرادو سره يې ونيوه او څلور تنه جګړه ماران يې ووژل  .
ده  وويل  امنيتي ځواکونو تښتول شوي بزګر هم آزاد کړى دي .
قوماندان عمر تائيد کړه چې ملا جانکۍ په شولګرې  ولسوالۍ کې دطالبانو
يو ظالم  قوماندان  و.
سيمه ييز مسوولين وايي چې  په   دغې ولسوالۍ کې زياتره تروريستي بريدونه
د طالبانو ددغه قوماندان   په لارښونه  تر سره کيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته