امنیت

په لوګر کې دطالبانو دماين ښخولو مسوول ووژل شو .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
په لوګر کې دطالبانو دماين ښخولو مسوول قاري ستار پرون ووژل شو .
دلوګر دوالي وياند مير حيدر سيلاب باختراژانس ته  وويل چې قاري ستار په لوګر کې دوسله والو طالبانو دډلې دماين ښخولو مسووليت په غاړه درلود او دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شو چې غوښتل يې دپل علم ښار دزرداد کلي په واټ کې ښخ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته