ټولنه

دښځو دچارو وزارت او دوګړو داحوالو دثبت دادارې ترمنځ تفاهم ليک لاسليک شو.

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٩ نيټه  :
دښځو دچارو وزارت دکاغذي تذکرو داخيستلو په خاطر ښځو ته دپوهاوي ورکولود کمپاين دترسره کولو په مقصد دوګړو داحوالو دثبت له ادارې سره  يو تفاهم ليک لاسليک کړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  ددغه تفاهم ليک  له مخې دغه دوه ادارې
دداسې کمپاين په ترسره کولو مکلفې دي چې دهغه له مخې په شرايطو برابرو ښځو اونجونو  ته کاغدي  تذکرې وويشل شي .
دغه تفاهم ليک  دښځو د چارود وزيرې دلبرنظري او دوګړو د احوالو  دثبت   د ادارې  له رئيس همايون محتاط سره لاسليک شو.
په شرايطو برابر يو شمير ښځې اونجونې چې  تذکرې نلري  نه  شي کولاى  نومونه وليکي.ميرمن شکيلا چې دکور په کارونو بوخته ده  او تذکره نلري  باخترآژانس ته وويل ؛  چې دتذکرې اخيستل اسانه کار نه دى  درې څلور ورځې وخت نيسي  داسانتياو  په برابرولو سره بايد دنوم ليکنې په مرکزونو کې دورقي تذکرو  او ويشلو مرکزونه فعال شي .
دښځو دچارو وزيرې ددغه تفاهم ليک له لاسليک کولو  وروسته وويل چې دولسي جرګې  او دولسواليو دشوراګانو په انتخاباتو کې  دنوم ليکنې په مرکزونو کې دښځو شتون پيکه دى.
دې وويل  له ښځو څخه يې وغوښل  چې دتذکرې داخيستلو لپاره له اتلس کلنۍ څخه پورته نجونې چې دنوم ليکنې په شرايطو برابرې دي دتذکرو اخيستلوته وهڅول شي چې  په راتلوونکو انتخاباتو کې خپل پور ادا کړي .
دښځو  ګډون چې دټولنې نيمايي برخه جوړوي زيات کړي.
دهمکارۍ دغه ګډ تفاهم ليک له هغه وروسته  ده چې دوګړو  داحوالو دثبت دمرکزي ادارې مسوولينو او دښځو دچارو د وزارت دتذکرې دسراسري ويشلو کار مشخص کړي ترڅو ښځې  چې  دهېواد دنفوس نيمايي برخه  جوړوي وکولاى شي دراتلوونکو انتخاباتو په بهيرکې په آسانه توګه  ونډه واخلي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته