امنیت

په کندز کې دطالبانو دماين اوبم جوړولو ديوې فابريکې کشف او له منځه وړل .

کابل باختر دوږي شپږمه :
په کندز کې دوسله والو طالبانو دډلې دماين اوبم جوړولو يوه فابريکه دکوماندو دځواکونو په بريد کې دړې وړې شوه .
دغې فابريکې دکندز ولايت دچار درې په ولسوالۍ کې موقعيت درلود .
درارسيدلو خبرونوله مخې،طالبان په دې فابريکه کې دماينونو اوبمونو په جوړولو بوخت و چې بريد پرې وشو .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل چې دکوماندو دځواکونو په دې بريد کې چې دهوايي پوځ په ملاتړ ترسره شودطالبانو دماينونو اوبمونو دجوړولو فابريکه دجوړولو له وسايلو  او له يوې اندازې چاوديدونکو توکو سره دړې وړې شوې ده .
ده وويل چې په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې تراوسه پورې څرګند نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته