فرهنګ

دافغانستان دخلکو ددوديز طبابت په باب دخبرو سيمينار جوړيږي

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٩ :
دهيواد په تاريخ کې دلومړۍ ځل لپاره دافغانستان دخلکو په دوديز طبابت دخبرو سيمينار   په را روان پسرلۍ کې جوړيږي .
ددغه سيمينار مقدماتي غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ دوزيرډاکتر سيدمخدوم  رهين په مشرۍ جوړه شوه اوله   هراړخيزو  خبرو وروسته دروغتيا په چارو  کې دجمهوري رياست دسلاکار وزير ډاکتر فيض الله کاکړ په مشرۍ  اودفارمسي دچارو دلوى رييس عبدالحفيظ قريشي ، دفارمسي دپوهنځي درييس محمدنسيم صديقي ،دفارمسي دپوهنځي استاد  عبدالغني کريمي او ددوديز طب داتحاديې درييس شفيع الله  په غړيتوب دتياري کميټه وټاکل شوه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دباختراژانس دخبريال دپوښتنې په ځواب کې څرگنده کړه دوديز طبابت په تيرو پيړو کې  زموږ دتمدن څرگندوى دى   چې  زموږ دنيکونو علمي اوفکري نبوغ نندارې ته وړاندې کوي .
ډاکتررهين زياته کړه چې دافغانستان دخلکو دوديز طبابت داسلامي نړۍ دطبابت يوه برخه  چې له نبوي طب څخه په  ګټې اخيستنې سره دلرغونې يونان اودبقراط اوجالينوس په شان د حکميانو  طبي ارزښتونه او زموږ دملت  دپخوانيو پوهانو دطبي  خدمتونو حاصل اودنړۍ  له  نورو طبي ټولنوسره دعلم
اوتجربو دتبادلې حاصل دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير وويل چې زموږ  په دوديز طبابت کې دطبيب اوناروغ ترمنځ معنوي اړيکې شته اوطبيب دناروغ دروغتيا  په ارمان دې  اونه دپيسو   اوشتمني دترلاسه کولو په لټه کې  او  زموږ په دوديز طب کې د معنويت شتون ددي سبب شوي دي چې طبيب دحکېم لقب ترلاسه کړي .
په اسلامي دوره کې زموږ سترو طبيبانو يعني  ابوعلي سينابلخي او ابوبکر محمد ذکريا راضي  دمدرن طب په تکوين کې  ستر رول لوبولي دي  چې اثار او کتابونه يې  ترزياتي  مودي پوري دلويديځ په علمي مرکزونو کې لوستل کېدل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته