۱۰۰ ورځې

په سلوکې څه ناڅه شپيته رايې شمېرل شوې دي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د رايو څه د پاسه ديارلس زره صندوقونه څيړل شوي دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په سلوکې د سلو رايو د څيړنې بهير نن ښه نظم درلود او تراوسه پورې د ديارلس زره شپږ سوه نوي صندوقونو رايې څيړل شوې دي.
د نننۍ پلټنې په بهيرکې ځينې صندوقونه تش و، خو د يوه انتخاباتي مرکز کتوونکي ادعا وکړه چې د صندوقونو رايې د شپې له خوا تشې شوې دي .
خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور دغه ادعا رده کړه او ويې ويل: له پلټنې وروسته د ګودامونو دروازې دکتوونکو په وړاندې مهر او لاک کيږي او د ګودامونو امنيت د شپې له خوا د آيساف د ځواکونو له خوا تامينيږي او هيڅوک نه شى کولاى ګودامونو ته نږدې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته