امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې٢٠١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :    
د هېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په اوولسو ولايتونوکې د عملياتو په بهيرکې ٢٠١ تنه ډار اچوونکي ووژل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات چې د هېواد د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتيا، پکتيکا، ميدان وردګو، لوګر، قندهار، روزګان، فراه، بادغيس، سرپل، بغلان ، تخار، بدخشان ، فارياب، بلخ او د هلمند د ولايتونوپه مربوطاتوکې ترسره شول؛ په نتيجه کې یې ٢٠١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٧٢ تنه نوريې ټپيان شول.
په دغوعملياتوکې د دښمن دوه موټرونه، دوه موټرسايکلونه، د ماين جوړولو يوه کارخانه او دوه پټنځي له منځه وړل شوي دي.
پاى ج ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا