امنیت

١٤ وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

٧- کابل / د لړم ٣٠مه /باختر
په هلمند کې د نوي جګړې په بهيرکې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او٩ نور ټپيان شول.
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې په لسګونويرغلګر په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ١٤ وسله والوطالبان ووژل شول او ٩ نور ټپيان شول.
هغه وويل :په دغو وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو د دوى د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول .
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ په هلمند کې په وروستى يوه اوونۍ کې څه ناڅه ٢٥٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يوزيات شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته