ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام !

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام !

په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ډاکترمحمد اکرم آرزو دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شو.

ارواښاد ډاکتر محمد اکرم آرزو له زده کړې وروسته د هيواد په روغتونونوکې خدمت وکړ او د ځوانو ډاکترانو په روزنه کې يې ونډه واخسته. مړينه يې ضايعه ده.

دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد د کورنۍ، دوستانو او د هيواد د طب کارکونکو ته وړاندې کوم او د لوى خداى (ج) له دربار څخه متوفى ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته