سیاست

ايران ته د قندهار د والي سفر له لاسته راوړنو ډک وو

قندهار باختر د وږی د میاشتې ۲۸ مه
د قندهار والي زلمي وېسا د یو شمېر چارواکو په ګډون ګاونډي هېواد ایران ته سفر له لاسته راوړنو ډک وو
د باختر اژانس د خبر له مخې:
د دغه سفر موخه  د قندهار ولایت او د ايران هېواد د سيستان ـ بلوچستان ولایت تر منځ د سوداګريزو اړيکو پياوړتيا، په چابهار بندر کې پانګونه او د قندهاري سوداګرو د ستونزو څېړل او اوارول وو.
وېسا په دغه سفر کې د سيستان- بلوچستان د والي علي اوسط هاشمي او د مشهد والي علي رضا رشيديان تر څنګ له يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، د سوداګريزو چاروله مسوولينو او د چابهار له افغاني پانګه والو سره وکتل.
ويسا لومړی په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو ستونزي واورېدې. هغوی وويل چې د افغان سوداګرو اقامه دې د يو کال پر ځای درېو کلونو ته وغځول شي او اوسنۍ اقامې يوازي د چابهار سيمې لپاره ازادې دي په داسي حال کې چې دوی وخت ناوخت نورو سيمو ته د تګ راتګ اړتيا لري، نو دوی ته بايد داسې ويزې ورکړي چې له مخې يې وکولای شي څو په نورو سيمو کې هم ازاد وګرځي.
د قندهار والي زلمي ويسا هم د افغان سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته د ايراني مسوولينو په خاص ډول د سيستان- بلوچستان له والي علي اوسط هاشمي او د مشهد له والي علي رضا رشيديان  سره د قندهاري سوداګرو د ويزو د ځنډ، د ويزو د کمي مودې، د ايران د کونسلګرۍ له خوا له عامو مسافرو څخه د ۳۰۰ يورو ضمانت اخيستلو او دې ته ورته نوري ستونزي شريکي کړې.
وېسا دغه راز له ايراني چارواکو څخه د افغان ځوانانو لپاره د تحصيلي بورسونو او په قندهار کې د ايراني سوداګرو د پانګوني غوښتنه وکړه.
د سيستان-بلوچستان والي علي اوسط هاشمي هم ژمنه وکړه چې له ډيپلوماټيکو لارو به له قندهار څخه ايران ته د تلونکو مسافرو د ۳۰۰ يورو ضمانت لغوه او د ويزو د ورکړي ګړندیتوب به زيات کړي.
هاشمي دا هم  وويل چې افغان سوداګرو ته به په چابهار بندر کي د پانګوني په برخه کې د ځمکو او نورو اسانتياوو تر څنګ په سلوکې۲۵ تخفيف ورکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې افغان سوداګر دې په چابهار بندر کې تاسيسات جوړ او پانګونه دې وکړي.
د قندهار والي زلمي وېسا او د سيستان- بلوچستان والي علي اوسط هاشمي د متقابلو سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه یو (تفاهم)  هم لاسليک کړ.
په دغه تفاهم ليک کې راغلي چې د اقتصادي، ټرانزيټي، فرهنګي او اجتماعي اړيکو د ټينګولو لپاره دوې ګډې کمېټې جوړې شوې چې د دواړو هېوادونو سرکونسلران يې هم غړيتوب لري او دوی به په هرو ۳ مياشتو کې يوه- یوه ناسته جوړوي او په کال کې به د واليانو په سطحه يوه غونډه جوړيږي.
سرچينه زیاتوي چې د ايران او افغانستان د روغتيايي ټيمونو د بدلون او په روغتيايي برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وشوه.
ايراني چارواکو وويل چې تر دې وروسته هر افغان کولای شي چې په لږ لګښت زاهدان ته د درملنې  لپاره لاړ شي.
د سرچينې په وینا دغه راز ايراني چارواکو د قندهار د والي په غوښتنه له افغانستان څخه صادرېدونکې وچه او لنده مېوه چې پخوا يې د ايران له خوا نورو هېوادو ته پر صادرېدو بنديز لګېدلی وو، اوس اجازه ورکړه چې د افغانستان مېوه د ايران له لاري نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان د چابهار بندر له لارې له چين، هند، مرکزي اسيا او اروپا سره نښلول کېږي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته