کابل باختر دتلې دريمه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د تلې میاشتې په ۳ مه نېټه د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو له وزیر فیض الله ذکي، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دواړو لوریو په ګټوره او اغېزمنه توګه ددغه وزارت د پراختیایي بودیجې په لګښت، متقاعدینو ته د حقونو او امتیازونو په ورکولو، شهیدانو او معلولینو، اصلاحاتو، د کاري زمینې په برابرولو او د مستحقو متقاعدينو په بایومټریک بحث او خبرې وکړې. پاى-ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ