امنیت

په ځانمرګى بريدکې شپږ تنه پوليسان ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
په بايسکل سپاره يو ځانمرګى يرغلګر نن ځان د کابل ښار په يکه توت ساحه کې  د پوليسو د روزنيزمرکز دکارکوونکو موټر ته څېرمه وچاوه.
دکابل ښار د نهمې امنيتي حوزې له جنايي جرمونوسره د مبارزې آمر روح الله باخترآژانس ته وويل چې په دې بريدکې ځانمرګى يرغلګر له منځه تللى دى او شپږ تنه پوليسان ټپيان شوي دي.
ويل کيږي په دې پيښه کې ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي چې جزئيات يې وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته