امنیت

د داعش او طالب د وسله والو ډلو ترمنځ نښتې

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ١٠ مه په ننګرهار ولايت کې د داعشيانو او طالبانو ترمنځ نښتوکې یو داعش جګړه مار وژل شوی او د یوه قوماندان په ګډون ٧ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته. د۲۰۱ سیلاب قول اردو د رسنیو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي: د ننګرهار ولایت د خوږیاڼيو ولسوالۍ د قیلغو په سیمه کی پرون د داعش او طالب جګړه مارانو ترمنځ د وسله والې نښتې په ترڅ کې د یوه قوماندان عبدالرحمن په ګډون ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه نوريې ټپيان شوي دي . دغه راز د دغې نښتی په ترڅ کې د داعش یو جنګیالی وژل شوی دى. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته