امنیت

يو تنکى ځوان په فارياب کې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه  :
يوتنکى ځوان تېره شپه  په فارياب  ولايت کې  دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد شو .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند  عبدالکريم يورش باخترآژانس ته وويل  ؛  دغه تنکى ځوان  د پنځمې ناحيې دافغان کوټ دکلي  دقبرستان په سيمه کې  دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد شو .
يورش زياته کړه  چې دميمنې ښار د دريمې ناحيې اوسيدونکى تاج محمد  د يوې ډلې  انسان تښتوونکوله خوا تښتول شوى و  چې پوليسو ته دخبر رسيدو سره له انسان تښتوونکو سره له نيم ساعته  جګړې وروسته آزاد شو.
يورش وويل ؛  چې د دغې ډلې يو غړى نيول شوى دى   اوپنځه تنه نور انسان تښتوونکي  دشپې له تيارې څخه په استفادي سره تښتيدلي دي خو  پوليسو د هغوى د نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي . پاى ذکرالله ؛  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته