خبرونهTOPښوونه او روزنه

د هېواد په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو

کابل، د وږي ١٦ مه، باختر

د هېواد په تودو سیمو ولایتونو کې د ۱۴۰۱ نوی ښوونیز کال پرون د پوهنې یو شمېر مسوولینو او د هغو ولایتونو سیمه ییزو چارواکو په ګډون پیل شو.

باختر آژانس د خبريالانو د خبرونو له مخې؛ په هغو غونډو کې چې په همدې مناسبت جوړې شوې وې ويناوالو د نوي ښوونیز کال له پيل څخه د خوښۍ په څرګندولو ویلي چې په دې لاره کې به لازمې هڅې وشي.

ويناوالو وويل ښوونکي د زده کوونکو په روزنه کې اساسي رول لري او هغوى له خلکو وغوښتل چې د هېواد او د نوي نظام د پرمختګ لپاره دې خپل بچيان ديني او ملي ارزښتونو زده کړې ته وهڅوي.

ويناوالو د هېواد د پوهنې وزارت له مشرتابه وغوښتل چې  د تودو سيمو ولايتونو زده کوونکو ته د زده کړې زمينې برابرولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي.

د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته دا دويم ځل دى چې په تودو ولايتونو کې په امنه فضا کې د ښوونځیو زنګونه کړنګول کېږي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا