
ترینکوټ باختر د زمري ۸ مه
د هېواد په جنوبي ولایت روزګان کې د سولې تر نامه لاندې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ د امریت لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
مسولين وايي دغه سیالۍ چې دوه دیرش ورځې یې دوام وکړ په کې د امريت لوبډلې لومړى،توفان لوبډلې دوهم او الف لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.
د دغه ولايت د بدنې روزنې امر قدرت الله الفت د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې؛ له دغو لوبو څخه یې هدف د ورزش وده او د ځوانانو په منځ کې يوالی دی.
په همدې حال کې يو شمېر ځوانان بیا له ملي سوداګرو غواړي چې د ورزش په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
روزګان ولایت د افغانستان له ناامنه او ورسته پاتې ولایتونو څخه دی چې
د بې کارۍ له امله یې زیات شمېر ځوانانو نشو ته مخ کړې اویاهم د دولت ضد وسله والوسره یوځای شوي دي.پای/وصال