سیاست

جمهور رئیس غني د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون د سند د تطبیق د پیل حکم لاسلیک کړ

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون مازیګر په کابل کې د امریکا سفارت د شارژدافیر په مشرۍ پلاوي او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن په حضور د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند د تطبیق د پیل حکم لاسلیک کړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري یاست سلاکارانو هم حضور درلود، په پیل کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار د افغانستان او امریکا تر منځ د څلورګونو کمېټو د کار په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل، څلورګونې کمېټې به د ښې حکومتولۍ، سولې، امنیت او اقتصاد په برخو کې کار وکړي او نن د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون د سند د تطبیق رسمي پیل دی.
محمدحنیف اتمر زیاته کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري د دوه اړخیزو ژمنو په اساس رامنځته شوې او افغانستان د بنیادي اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دی. هغه ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه به په ګډه د دې تړون سند د عملي کولو په برخه کې کار وکړي.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه چې د دوه اړخیزه ژمنو د معیارونو او شاخصونو په اړه توافق شوی او دغه لاسلیک شوی سند به د افغانستان د پرمختګ لامل شي.
په دې ناسته کې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان د موضوع په اړه خبرې وکړې او د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د همکاریو د نوي تړون سند د کار په پيل یې خوښي وښوده او پر ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.
هغوی د ملي یووالي حکومت کړنو ته په اشارې وویل، افغانستان ښه پرمختګونه پیل کړې چې دا پرمختګونه په بېلابېلو برخو کې د ستاینې وړ دي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان هم همکارۍ او د همکارۍ تړون سند اجرا کولو ته تیار دی او ټینګاریې وکړ چې څلورګونې کمېټې د خپلو کړنو د جریان په اړه خلکو ته راپور ورکړي.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د مرستو او همکاریو مننه وکړه وې ویل، امریکا د افغانستان بنیادي ملګری دی او دواړه هېوادونه متعهدانه او په ګډ لیدلوري د ښه راتلونکي لپاره کار کوي.
جمهور رئیس زیاته کړ: نړیوالې ټولنې ته زموږ پیغام د اصلاحاتو پیغام دی او زموږ عمده موخې د معیارونو تعین او د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون رامنځته کول دي چې دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.
هغه څرګنده کړه، زموږ اقدامات د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او اساسي قانون د حکومت او د افغانستان د خلکو لپاره ډير مهم دی. جمهور رئیس د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزه همکاریو تړون سند پر تطبیق ټینګار وکړ وې ویل چې د دې سند د عملي کولو لپاره باید د همغږۍ منظمې غونډې جوړې شي او همکارۍ په دوامداره توګه وي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، په افغانستان کې رامنځته کېدونکي بدلونونه به افغانستان په سیمه کې په یو مهم هېواد بدل کړي او موږ باید ثابته کړو چې زموږ پرېکړه عملي اړخ لري. هغه په ټینګار وویل، موږ د افغانستان عمده ننګونې له هغې جملې اداري فساد تشخیص کړی او له دغې شومې پدیدې سره زموږ مبارزه جدي او هر اړخیزه ده.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو په نوي تړون کې د افغانستان دولت له ۲۰۰ څخه زیاتې ژمنې شاملې دي. حکومت د دې سند د تطبیق په موخه ټولو وزارتونو او دولتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په سند کې د درج شویو ژمنو مطابق اجرات وکړي او د اړونده کمېټو له لارې راپور ورکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته