ټولنه

په نیمروز کې په نشه يي توکو د څه دپاسه سلو روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل / د چنګاښ ١٠ مه / باختر
په نیمروز کې په نشه يي توکو څه دپاسه ١٠٠ روږدي کسان چې روغ شوي وو؛ پرون خپلو کورونوته ستانه شول.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابراهیم امیني باختر آژانس ته وویل: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په زرنج ښارکې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د ملي اوونۍ په خاطر جوړه شوه؛ په نشه يي توکو ١١٠ روږدي کسان چې په اړوند کلینيک کې روغ شوي وو؛ خپلو کورونه ته ستانه شول .
هغه زیاته کړه چې د دغې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پولیسو د روغتیايي څانګو په همکارۍ، په نشه يي توکو ٨٠ روږدي کسان چې د زرنج ښار له بېلابېلو ناحیو څخه راټول کړي وو؛ د درملنې په خاطر روغتیايي مرکز ته ولېږدول شول.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته