امنیت

په هرات کې هره ورځ کابو لس تنه دجنايي او ډار اچوونکو پيښو په تور نيول کېږي .

کابل باختر د وږي نهمه : په هرات کې په منځني ډول هره ورځ لس تنه جنايتکاران او دسازمان موندلو جرمونو مجرمين نيول کېږي . د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال امين الله امر خېل ددغې ټکي په اعلامولو سره وويل چې؛ د تېرې يوې مياشتې په بهير کې دهرات دپوليسو د کشفي او اوپراتيفي کار له امله د تښتونې، وسله والې غلا ، دمالونو او دلېږدونکو وسايطو دلوټولو وژنې ، د وسلو د ساتنې ، دنشه يي توکو او دالکولي مشروباتو دقاچاقو ، ناروا عملونو ، جعل اوتذوير ، زور زياتي ، دالکولي مشروباتو دتوليد او دنشه يي توکو دپرچون پلورنې په ګډون د ډول ډول جرمونو دترسره کولو په اړوند ٢٧٠ تنه دهرات د پوليسو دمنسوبينو له خوا نيول شوي دي. جنرال امرخېل زياته کړه چې؛ د دغو پيښو په اړوند شپږ کلاشينکوفونه ، لس تومانچې ، دوه امبرليس وسلې او دوه لاسي بمونه کشف او ترلاسه شوي دي . د هرات ولايت امنيه قوماندان دنشه يي توکو دکرکيلې ، قاچاقو ، ترافيکو او پلورنې پرخلاف په مبارزې په ټينګار سره وويل چې؛ د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو مديريت دنشه يي توکو او مسکراتو پرخلاف دمبارزې دقانون دحکمونو په پام کې نيولوسره په دې بريالي شوى دى چې دتېرې يوې مياشتې په بهير کې يوپنځوس تنه دنشه يي توکو او دالکولي مشروباتو دپلورنې او قاچاقو په اړوند ونيسي چې له دې جملې څخه اووه تنه يې دنشه يي توکو مهم قاچاق وړونکي دي . امر خيل زياته کړه چې؛ له دغو کسانو څخه پنځه څلويښت کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي ، اووه زره دوه سوه اووه اتيا ليتره کيمياوي تيزاب ، الکولي مشروبات او تخمر شوي مميز ، څلور ډول ډول موټرونه اوولس موبايلونه ، ٢٤٦٠٠ افغانى ، ٦٠٠ امريکايي ډالره او ١٦٠٠٠هندي کلدارې هم کشف او ترلاسه شوي دي . د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال امين الله امر خيل د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې دمحاربوي او چاڼيزو عملياتو دترسره کولو يادونه وکړه اوزياته يې کړه چې؛ د تېرې يوې مياشتې په بهير کې د دولت دوسله والو مخالفانو او ډار اچوونکو د ځپلو په موخه دهرات ولايت دشينډنډ ، کشک رباط سنګي ، پښتون زرغون ، اوبې او دکهسان په ولسواليو کې اووه مورده عمليات ترسره شوي دي چې په پايله کې يې د دولت پنځوس تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او پنځلس تنه نور سخت ټپيان شوي دي . په دغو عملياتو کې د دښمن قرارګاوې هم ويجاړې شوي او يوه زياته اندازه وسله ، مهمات او وسايط يې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي . ده د شينډنډ ، کشک رباط سنګي ، پښتون زرغون ، اوبې او کهسان په ولسواليو کې دچاڼيزو او محاربوي عملياتو ترسره کول چې د کابو اويا تنو جګړه مارو طالبانو دمرګ ژوبلې سبب شوي دي ډير اغيزمن وبلل او ويې ويل چې؛ دعملياتو له ترسره کولو وروسته دهرات ولايت داړوندو ولسواليو امنيتي حالت دانديښنې وړ نه دى او امنيتي ځواکونه د دغو ولسواليو دامنيت دتامينولو لپاره په شته امکاناتو او تجهيزاتو سره د دندو په ترسره کولو بوخت دي . د هرات ولايت امنيه قوماندان دښه امنيت دتامينولو او دامنيت داخلال ګرانو د دښمنانه فعاليتونو او تحرکاتو دمخنيوي لپاره دټولنې دبيلابېلو قشرونو دهمکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته