ټولنه

دغزني په مالستان کې له تاوتريخوالې په ډکو مظاهرو کې يو تن ووژل شو او درې تنه نورټپيان شول

 

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :

دغزني ولايت په مالستان ولسوالۍ کې له تاوتريخوالې په ډکو مظاهرو کې  يو تن ووژل شو  او درې تنه نور ټپيان شول .

اعتراض کوونکو چې د مالستان  ولسوالۍ ته  دپوليسو د نوى قوماندان د ټاکل کيدو پرخلاف غبرګون کې په مظاهرو لاس پورې کړي وو؛ له امنيتي مامورينوسره نښتې وکړي .

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي له باختراژانس  سره په اړيکه کې وويل چې يو هيئت د اعتراض کوونکو د غوښتنې د څيړنې لپاره مالستان ته استول شوى دى .

د ه په دغو مظاهرو کې د يو اعتراض کوونکى وژل کيدل تائيد کړل؛ خو ددغې وژنې دعاملانو په باره کې يې څه ونه ويل .

اعتراض کوونکو چې ويل کيږي شمېر يې سلګونو تنو ته رسيده، له دولت څخه غوښتل چې  ددغې ولسوالۍ پخواني امنيه قوماندان بيا په دې دندې وټاکي .

دمظاهرو يوتن برخه وال باختراژانس ته وويل چې عباسي پخوا هم د مالستان د پوليسو مسوول و  او خلک  له ده څخه ښه خاطره نلري .

ددغه اعتراض کوونکى د څرګندونوله مخې: د سيمې  يو تن اوسيدونکى په دغو مظاهرو کې  د امنيتي مامورينو د ډزو له امله وژل شوى دى او درې تنه نوريې ټپيان شوي دي .

په همدې حال کې له مالستان څخه په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوى دى  چې دغو مظاهرو نن له غرمې څخه ترماښام پورې دوام درلود.،

عباسي چې ويل کيږي څه موده مخکې هم دمالستان د امنيه قوماندان په توګه

کارکړى دى؛ په دې وروستيو وختو کې دکورنيو چارو وزارت له خوا بيا په دې دندې ټاکل  شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته